پاکستان كښې په وړومبي ځل د سیمنټ تاریخی سیل شوې، برآمد ات زيات شوي، کرنټ اکاؤنټ خسارہ ختم شوي، د قومی اسمبلۍ ډپټی اسپیکر قاسم خان سوری پریس کنفرنس

APP38-021220 QUETTA: December 02 - Deputy Speaker National Assembly Qasim Khan Suri addressing a press conference about resolving issues of gas related in Balochistan. APP photo by Mohsin Naseer

کوئټه 02 دسمبر (اے پی پی)د قومی اسمبلۍ ډپټی اسپیکر قاسم خان سوری وئيلي دي چې حکومت په سم پلو روان دې ٬ په پاکستان كښې په وړومبي ځل د سیمنټ تاریخی سیل شوې، برآمد ات زيات شوي، کرنټ اکاؤنټ خسارہ ختم شوي، حکومت جون نه تر اوسه يوه روپۍ قرض هم نه دې اخستې، وفاقی حکومت به د يو ارب روپو لګښت سره كوئټه ښار كښې 57 کلومیټره ګاز پائپ لائن غزوي چې ورسره به کوئټه او خوا او شا كښې د ګاز د كم پريشر مسئله حل شي ٬ منصوبه به ستمبر 2021 كښې بشپړ شي، کورونا وائرس دويم لهر زيات خطرناك دې ٬ حکومت هڅه كوي چې د بشپړه لاك ډاؤن په ځائې سمارټ لاك ډاؤن نافذ كړي ٬ اپوزیشن جلسو سره کورونا وائرس خپريږي،حکومت د بلوچستان شمالی شيمو حاجت ترنظر ساتلو سره پیکج وركولو پريكړه كړې۔دا خبره ده د شورو په ورځ کوئټه پریس کلب كښې د کیو ډی اے پارلیمانی سیکټري مبین خلجی، جنرل منیجر سوئی سدرن ګیس کمپنی بلوچستان مدنی صدیقی، پی ټی آئی مرکزی لارښودو سردار خادم حسین وردګ، ظهور آغا، ډاکټر منیر بلوچ، باری بړیچ او نورو سره خبرې کنفرنس کښې وكړه۔قاسم خان سوری ووئيل چې حکومت په سم پلو روان دې ٬ په پاکستان كښې په وړومبي ځل د سیمنټ تاریخی سیل شوې، برآمد ات زيات شوي، کرنټ اکاؤنټ خسارہ ختم شوي۔ ده ووئيل حکومت جون نه تر اوسه يوه روپۍ قرض هم نه دې اخستې، وفاقی حکومت به د يو ارب روپو لګښت سره كوئټه ښار كښې 57 کلومیټره ګاز پائپ لائن غزوي چې ورسره به کوئټه او خوا او شا كښې د ګاز د كم پريشر مسئله حل شي ٬ منصوبه به ستمبر 2021 كښې بشپړ شي۔ ده ووئيل کورونا وائرس دويم لهر زيات خطرناك دې ٬ حکومت هڅه كوي چې د بشپړه لاك ډاؤن په ځائې سمارټ لاك ډاؤن نافذ كړي ٬ اپوزیشن جلسو سره کورونا وائرس خپريږي۔ ده ووئيل حکومت د بلوچستان شمالی شيمو حاجت ترنظر ساتلو سره پیکج وركولو پريكړه كړې