ټوله نړۍ كښی د كورونا وائرس وباﺀ له امله 14 لكهه 87 زره څخه زيات مړه شول، د ځپليو شميره 6 كروړه 42 لكهه ته ورسيده

واشنګټن، پیرس، نوې ډيلې ، ریوډی جنیرو 02 دسمبر (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د مړو شميره 14 لكهه 87 زره څخه زياته شوې ،بيلو هېوادونو كښې د وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 6 كروړه 42 لكهه ته رسيدلې ۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د نړۍ په بيلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس مصدقه ځپليو شميره64214441 ده، وائرس له امله ځپلے شوو هېوادونو كښې تر اوسه 1487112 كسان مړه شوي۔ټوله نړۍ كښې د كورونا فعاله ځپليو شميره 18264616 ده، د كورونا وائرس وباﺀ له امله امریكا تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے، برازیل د كورونا وائرس له امله د مړو په لحاظ په دويم او د رنځورانو په اړه دريم لمبر دے دغسې هند د كورونا وائرس رنځورانو شميرې په اعتبار سره دويم او د مرګونو په لحاظ سره دريم زيات ځپلے هېواد دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپلے شوو كسانو شميره يو كروړ 41 لكهه څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه 2 لكهه 77 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 14108490 ده۔ د امریكې د روغتيا محكمې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 5498496 ده دغسې د دې وائرس له امله تر اوسه دوه لكهه 77 زره كسان مړه شوي او يو كروړ 41 لكهه ځپليو سره امریكا دا مهال ټوله نړۍ كښې د وباﺀ له امله زيات ځپلے هېواد دے۔ هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 95 لكهه ته رسيدلې۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا وائرس 31118 نوې كيسونه رپورټ شوې۔چارواكو ووئيل په دې مهال هېواد كښې د كورونا وائرس له امله نور 482 كسان مړه شوي۔ د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كيسونو شميره 429753 ده۔د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل هند كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعی توګه 138159كسان مړه شوي۔ لاطینی امریكې هېواد برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 63 لكهه88 زره څخه زياته شوې دغسې هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لكه 73 زره 8 سوه څخه زيات كسان مړه شوي ۔ برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 50909 نوي كيسونه رامخې ته شوي چې ورسره د مصدقه رنځورانو شميره 6388526 ته رسيدلې۔ برازیل كښې دا مهال د كورونا وائرس 558166 فعاله رنځوران موجود دي ۔ د برازیل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 697 كسان مړه شوي۔ چارواكو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو مصدقه شميره 173862 ده۔ فرانس كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 22 لكهه 30 زره څخه زياته شوې، هېواد كښې تر اوسه د وائرس له امله 53 زره5 سوه څخه زيات كسان مړه شوي۔ د كورونا وائرس له امله تر اوسه 2230571 كسان ځپلې شوي۔چارواكو له مخې فرانس بيلو روغتونونو كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي نور 775 كسان مړه شوي۔ فرانس كښې دا مهال د كورونا وائرس فعاله رنځورانو شميره 2013036 ده۔ چارواكو له مخې تيره ورځ د هېواد بيلو سيمو كښې د كورونا وائرس 8083 نوي كیسونه رامخې ته شوي۔ فرانس كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعی توګه 53506 كسان مړه شوي۔بلخوا برتانیه كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د مړو شميره 59 زره څخه زياته شوې۔د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل د تيرو 24 ساعتو په مهال برتانیه كښې د كورونا وائرس له امله نور 603 كسان مړه شوي، په دې مهال هېواد كښې د كورونا وائرس 13,429 نوې كيسونه رپورټ شوي۔ برتانیه كښې د دې وائرس له امله تر اوسه په مجموعی توګه 59051 كسان مړه شوي دي۔