وفاقي كابينې د كورونا واكسين اخستلو لپاره د 15 كروړه ډالرو منظوري وركړې، د كورونا انجكشن په بېعه كښې ځانګړې كمې راغلې. د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان

لاهور 05 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان وئيلي دي چې وفاقي كابينې د كورونا واكسين اخستلو لپاره د 15 كروړه ډالرو منظوري وركړې او واكسين اخستلو لپاره كمپنې شارټ لسټ كړې شوې دي، د كورونا انجكشن په بېعه كښې ځانګړې كمې راغلې، د كال 2021م په وړومبو درې مياشتو كښې د واكسين شتوالې متوقع دے، واكسين به تر ټولو وړاندې د روغتيا كاركنانو ته وركولې شي. ده دا خبرې د رېډيو كلېنك په پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې وكړې. په پروګرام كښې د كنګ اېډورډ مېډيكل پوهنتون اسسټنټ پروفېسر سرجري او د پاكستان مېډيكل اېسوسي اېشن پنجاب جنرل سېكرټري ډاكټر رانا سهېل هم ګډون وكړو. د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان ووئيل چې د واكسين په اړه د اوو مهمو جزياتو خيال ساتل شوے. واكسين به تر ټولو وړاندې د روغتيا كاركنانو ته وركولې شي او د دې نه پس د 65 كلونو نه د زيات عمر كسان دوهمه ترجيح ده. ده ووئيل چې د كال 2021م په وړومبو درې مياشتو كښې د واكسين شتوالې متوقع دے. په پروګرام كښې ډاكټر رانا سهېل ووئيل چې د كورونا وائرس دوهمه چپه مخ په زياتېدو ده خو زما پشمول ټوله طبي عمله په دې بېړني حالت كښې كار كولو ته تياره ده. ده ووئيل چې د اولس د خدمت جذبه روانه ده. ده ووئيل چې د خدمت په مهال په اېس او پيز عمل باوري كولې شي.