وزيراعظم عمران خان د ريډيو سكول او اي تعليم پورټل پرانسته وكړه

اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ريډيو سكول او اي تعليم پورټل پرانسته كړې او وئيلي ئې دي چې نصاب به يو قوم جوړ كړي، ديني مدرسې په قومي چوكاټ كښې راوستل يو مهم خدمت دے. وزيراعظم د جمعې په ورځ د رېډيو سكول او يو تعليم پورټل پرانسته وكړه، د رېډيو سكول منصوبه د اطلاعاتو او د تعليم وزارت په شركت سره پېل كړې شوې. دې سره به د هېواد په لرې سيمو كښې هم د كورونا وبا په وجه د تعليم ځنډېدلې لړې بحال وساتلې شي. په دستوره كښې د تعليم وزير شفقت محمود، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز، د تعليم پارلماني سېكرټري وجيهه اكرم او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په دې وخت كښې نړۍ د كورونا په وجه كشالو سره مخ ده، په دې وجه تعليمي عمل هم آغېز من شوے. وزيراعظم ووئيل چې زه د تعليم او اطلاعاتو وزارت ته مباركي وركوم چې دوي د تعليم لړې روانه ساتلو لپارهپ ښه اقدامات كړي دي چې په نتيجه كښې به ئې په تعليمي عمل د وبا له امله شوې منفي آغېز كم شي. وزيراعظم ووئيل چې په دې عمل كښې د نوې ټېكنالوجې استعمال خوشبينه دے. دې سره به په لرې سيمو كښې د معياري تعليم په رسنه كښې مرسته وشي. وزيراعظم هدايت وكړو چې اوس به مونږ ته په خاص توګه په لرې سيمو كښې د ښوونكو تربيې ته پام كول وي چې ورسره به په دې سيمو كښې تعليمي معيار ښه شي. وزيراعظم ووئيل چې يو ډول نصاب د تعليم د وزارت يوه بله ډېره لويه كاميابي او انقلابي قدم دے. دې سره به د ټيټې كچې طبقې هم د تعليم او وړاندې تللو يو ډول موقعې ولري. وزيراعظم د نېشنل اېجوكېشن پالېسې زر ترسره كولو هدايت وكړو. وزيراعظم ووئيل چې ده د ګورنمټ كالج د وړومبي پرنسل كتاب لوستلې په كوم چې هغه ليكلي دي چې د كال 1857م نه پس انګرېزانو د مسلمانانو تعليمي نظام څنګه تباه كړو، په هغه وخت كښې به په ديني مدرسو كښې هندوانو او سكهانو هم زده كړې كولې، جديد علوم به ښودلې شول يو بيا وروستيو دينې مدرسې آئيسولېټ كړې شوې. وزيراعظم هدايت وكړو چې وفاقي پايه تخت اسلام آباد دې د تعليم په اړه ماډل جوړ كړے شي. وزيراعظم ووئيل چې د تعليم اوسنې نظام د لاندې طبقې د بره تللو مخه نيسي او د دوي صلاحيتونه محدود كړي. د ټيلي سكولنګ د لارې به زده كوونكو لپاره لس ساعته خپرونې روانې وي. د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د اي تعليم پورټل ترويج لپاره د خبرتيا په كمپائن كښې فېس بك د تعليم او وظيفه اي تربيې وزارت سره اشتراك كوي. د دې كمپائن مقصد اولس د اي تعليم پورټ او په دې د موجود موادو نه خبرول دي چې دغسې زده كوونكې او والدين د دې څخه هر ډول ممكنه استفاده وكړې شي.