هند كښې كورونا وائرس ځپليو شميره 95 لكهه 71 زره څخه زياته شوي

نوې ډيلې 04 دسمبر (اے پی پی) هند كښې كورونا وائرس ځپليو شميره 95 لكهه 71 زره څخه زياته شوي۔ د زيارت په ورځ هندی ميډيا له مخې تيرو 24 ساعتونو په مهال هېواد كښې كورونا وائرس 35551 نوې كيسونه رپورټ شوې۔ چارواكو ووئيل په دې مهال ټول هېواد كښې كورونا وائرس له امله نور 526 كسان مړه شوې دي۔ كورونا وائرس رنځورانو اعتبار سره هند د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلې شوي هېواد دې، هېواد په بياو رياستونو كښې كورونا وائرس له امله ځپلې شوي كسانو شميره زياتيدو سره کر9571780 ته رسيدلې دغسې هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې ټول هېواد كښې كورونا وائرس فعاله كيسونو شميره 416264 ده۔ سركاری شميرې له مخې هند كښې په مجموعی توګه كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 9016289كسان ښه شوې دي۔ هند كښې كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي ریاست مهاراشټر دې۔ ریاست مهاراشټر نه علاوه چې كوم نور ریاستونه كورونا وائرس وبا له امله ځپلې شوي هغې كښې تامل ناډو، كرناټك، آندھرا پردیش او اتر پردیش شامل دي۔ د روغتيا وزارت چارواكو له مخې هند كښې كورونا وائرس له امله تر اوسه مجموعی توګه 139227كسان مړه شوې دي۔