نړۍ كښې به د كرونا د زيان په ازاله كښې ځينې كلونه لګي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر

ملګري ملتونه 04 دسمبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انيونيو ګوټرېس وئيلي دي چې نړۍ كښې به د كرونا د زيان په ازاله كښې ځينې كلونه لګي ۔ د امريکې ميديا له مخې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې انتونيو ګوټرېس ووئيل نړيوالې وباء څخه رامخې ته شوې زيان ډېر زيات دې او دا پرله پسې زياتېږي۔ ده ووئيل د ګردې نړۍ د پېداوار په لس فيصده آډانه فنډ دې مقرر كړې شي او دې څخه دې د ځپلې شوې هېوادونو مرسته وكړې شي ځكه چې د كرونا وائرس په سبب قرض دارو هېوادونو ته هم د ريليف وركولو ضرورت دے۔ د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دوه ورځني وېډيو سمټ ته به د 80 هېوادونو مشرانو نه علاوه سائنس مدار٬ پوهان د ملګرو ملتونو د يو شمېر اېجنسو مشران او د صحت د نړيوالې ادارې ډائرېكټر جنرل هم وېنا كوي