د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي د آذربائيجان سفير سره ملاقات وكړو

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د مېنځني ختيځ خاص استازي او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي د نهې په ورځ د آذربائيجان سفير سره ملاقات وكړو. د پاكستان علما كونسل لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولې په اړيكو، د اسلامي نړۍ په صورتحال او د آذربائيجان پوځ لخوا د آذربائيجان د سيمو بېرته ترلاسه كولو په چارو خبرې وكړې.