د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په مشرې كښې په ايوان صدر كښې د خصوصي كسانو د مالياتي شموليت په اړه غونډه

اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د خصوصي كسانو مالياتي شموليت باوري كول ضروري دي، دا دوي په مالي توګه بااختيار كولو او د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د دوي كردار زياتولو لپاره ډېر ضروري دي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د خصوصي كسانو د مالياتي شموليت په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر، د سټېټ بانك ګورنر ډاكټر رضا باقر، د پاكستان بېنكس اېسوسي اېشن چيئرمېن او د حبيب بانك صدر محمد اورنګزېټ او د هېواد د 27 لويو بانكونو مشرانو او سي اي اوز د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو. غونډې ته په خپله وېنا كښې صدر مملكت ووئيل چې خصوصي كسان د ټولنې كمزور طبقه ده. دوي ته اسانيې وركول او د دوي معاشي ښېګړې لپاره كار كول زمونږ د ټولنې شريكه ذمه واري ده. ده ووئيل چې دوي لپاره دې د تګ راتګ او رسنه اسانه كولو لپاره اقدامات وكړے شي. په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر غونډه د خاص كسانو خېر ښېګړې لپاره د شويو اقداماتو څخه خبره كړه.