د حکومت په وخت مداخلت سره په 20 ورځو كښې د چینی يو كلو بيعه 20 روپۍ كمه شوې، د وزیراعظم عمران خان ټويټ

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې د حکومت په وخت مداخلت سره په 20 ورځو كښې د چينې يو كلو بيعه كښې 20 روپۍ كمې شوې، صوبې دې کروندګرو له د ګنو د بيعې په وخت وركول باوري كړي۔ د شورو په ورځ خپل يو ټويټ كښې وزیراعظم ووئيل حکومت د چیني په کنټرول ریټ وركول او كرشنګ سیزن په وخت پيل كول باوري كړي، د حکومت د اړخه په وخت مداخلت په وجه تيرو 20 ورځو كښې د چینې يو كلو بيعه كښې 20 روپۍ كمې شوې۔ وزیراعظم ووئيل صوبو ته وايو چې د ګنو كروندګرو له په وخت ادائیګی باوري كړي