د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 2458 كېسونه رپورټ شول ، په وباﺀ نور 67 كسان په حق ورسېدل، د اېكټو كېسونو شمېره 49105 ته رسېدلې. اېن سي او سي

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر ﴿اېن سي او سي﴾ د كورونا وائرس وباﺀ په اړه تازه شمېرې جاري كړي. د نهې په ورځ د اېن سي او سي لخوا جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 2458 كېسونه رپورټ شوي او په وباﺀ نورو 67 كسانو خپل ژوند د لاسه وركړے. د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ټول هېواد كښې د كورونا وائرس 40 زره 969 ټېسټونه شوي. د سنټر له مخې په هېواد كښې د كورونا د ښه شوو رنځورانو شمېره 3 لکه 43 زره 286 ته رسېدلې. په ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې كوم رنځور په وېنټي لېټرز نشته. په هېواد كښې په يو زر 757 وېنټي لېټرو كښې په 300 رنځوران پراته دي. په ټول هېواد كښې د كورونا وائرس د اېكټو كېسونو شمېره 49 زره 105 ته رسېدلې دغسې د ځپليو ټوله شمېره 4 لكه 482 ده