اپوزيشن چې څومره غواړي شور دې وكړي، لوټ كوونكو ته به د لوټ كړې شوي دولت حساب وركول وي، حكومت د پي ډي اېم د ناكامو غونډو څخه نه يرېږي. خارجه وزير شاه محمود قريشي

ملتان 04 دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې اپوزيشن چې څومره غواړي شور دې وكړي، لوټ كوونكو ته به د لوټ كړې شوي دولت حساب وركول وي، حكومت د پي ډي اېم د ناكامو غونډو څخه نه يرېږي، دوي به په يو صورت هم اېن آر او ترلاسه نه كړي، مونږ د اولس ژوند محفوظ كول غواړو، په اوسنيو حالاتو كښې د سياسي غونډو پشمول كومه هم لويه اجتماع به د كورونا په اړه خطرناكه وي. ده دا خبرې د ګوند ځائي مشرانو سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. ده ووئيل چې د اپوزيشن لخوا د كورونا فكر نه كول د سخت زيان سبب جوړېدے شي، بايد د كورونا په معامله سياست ونه ٍكړے شي. اپوزيشن ګوندونه دې په جلسو نظرثاني وكړي. ده ووئيل چې كله كورونا ختم شي ، بيا چې دوي څومره غواړي، غونډې دې وكړي، مونږ به په دې كوم اعتراض نه لرو ، خو نن سبا دې د غونډو نه ډډه وكړې شي. ده ووئيل چې سياسي نه قومي مفاداتو ته ترجيح وركړې شي ګني په هېواد كښې د كورونا خپرېدو ذمه وار به اپوزيشن هم وي.