اولس اولسي ادارو سره تړونكې پاكستان سېټيزن پورټل قوم لپاره د وزيراعظم عمران خان يوه ډالۍ ده. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې اولس اولسي ادارو سره تړونكې پاكستان سېټيزن پورټل قوم لپاره د وزيراعظم عمران خان يوه ډالۍ ده، د دفتر د چكرو لګولو نه بغېر كوم هم وګړے خپله مسئله اړوند محكمو سره پورته كولې شي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې عمران خان سپېځلتيا او د شكاياتو ازالې لپاره رسنه وركولو سره د خلقو زړونه ګټلي دي. اولس طاقتور او بااختياره كول د وزيراعظم عمران خان نصب العېن دے. وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې په تاريخ كښې په كښې په وړومبي ځل يو لك 70 زره بهر مېشته پاكستانيان په پورټل رجسټرډ دي او په وړومبي ځل ئې د خپل ستونزو حل لپاره په كور اسانيې ترلاسه كړې دي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په خپله د خواستونو او د شكاياتو د ازالې د عمل څارنه كوي.