‏ ترافيكي پېښه كښې د حق رسېدليو11 كسانو مړي خانيوال ته روان كړے شول

سکھر۔30 نومبر(اے پی پی) د پنوں عاقل سانګي سيمه كښې قامي سترې لارې ته نزدې د افسوس وړ ترافيكي پېښې په نتيجه كښې د حق رسېدليو 11 كسانو مړي سول روغتون پنوں عاقل نه خانيوال ته روان كړے شوي۔ د ګل په ورځ د ايدھي اېمبولېنسز د لارې دا مړي خانيوال ته روان كړے شوي۔ پېښې سره مخ شوې كورنۍ پنوں عاقل نه كراچۍ ته د ښادۍ دستوره كښې ګډون له روانه وه۔ سانګي ته نزدې مزدا ګاډې ډرائېور نه بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پرېوتے چې په نتيجه كښې ئې د يوې كورنۍ 11 كسان مړه او 8 نور ژوبل شوي ۔ په حق رسېدليو كښې 7 كوچنيان او 4 مېرمنې شاملې دي۔