کورونا صورتحال تر مخه دې د نورو تعليمي ادارو غوندې ټول مدارس هم خپل تدريسي عمل بند كړي۔ د اسلام آباد ډپټي كمشنر

اسلام آباد۔26 نومبر(اے پی پی) د اسلام آباد ډپټي كمشنر حمزه شفقات وئيلي دي د حكومت او اېن سي او سي امر او د کورونا صورتحال تر مخه دې د نورو تعليمي ادارو په ډول ټول مدارس هم خپل تدريسي عمل بند كړي او د تعليمي سرګرميو بيا پېل كولو له دې تر بل امر انتظار وكړي۔ خپل يو بيان كښې ډپټي كمشنر ووئيل په دې اړه ډائرېکټورېټ اسلام آباد د ټولو مدرسو مشرانو ته يوه اعلاميه لېږلې او وڅته په اېس او پيز د عملدرآمد لپاره حكومت سره د مرستې كولو خواست شوے