چلي كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 548941 ته ورسېده

سنتیاګو۔29نومبر(اے پی پی) چلی كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نوې 1718 كېسونو رامخې ته كېدو نه وروستو ګرد هېواد كښې د ځپليو شمېره 548941 نه زياته شوې ده۔ د كورونا د لاسه د نورو 44 كسانو مړ كېدو سره تر دې دمه د مړو مجموعي شمېره 15322 ته رسېدلې ده۔ د صحت وزارت وئيلي چې ګرد هېواد كښې تر دې دمه كورونا وائرس څخه 523792 ځپلې روغ شوي دي۔ دا مهال 703 وګړي آئي سي يو كښې درملنو ته بستر دي۔ كومو كښې چې د 65 حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ بلخوا حكومت د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له د شپې په وخت كرفيو نافذ كړې ده۔