پي ډي اېم دې د اېن او سي په هداياتو عمل كولو سره لاريونونو ويستلو نه ډډه وكړي۔ اسد عمر

اسلام آباد۔29 نومبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير اسد عمر ووئيل چې پي ډي اېم دې د اېن سي او سي لخوا په جاري كړې شويو هداياتو عمل كولو سره لاريونونو ويستلو نه ډډه وكړي۔ كه اپوزيشن ګوندونه د هېواد په بېلو ښارونو كښې جلسې كوي نوې دې سره به د كورونا وائرس خپرېدل زيات شي۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښی وفاقي وزير ووئيل د پي ډي اېم مشران بايد په كورونا سياست كولو نه منع شي۔ دوئي دې سياسي اختلافات يو اړخ ته كولو سره د كورونا په ضد د حكومت مرسته وكړي۔ اسد عمر ووئيل په وباﺀ قابو موندلو له بايد اولس په اېس او پيز عمل كولو سره د حكومت ملاتړ وكړي