په قومي سنيئر هاكي چېمپئن شپ كښې به ﴿نن﴾ نور پنځه مېچونه كېږي

پېنډې 07 نومبر (اے پي پي) په قومي سنيئر هاكي چېمپئن شپ كښې به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ نور پنځه مېچونه كېږي. د پاكستان هائي فېډرېشن تر سيوري لاندې د قومي سنيئر هاكي چېمپئن شپ لوبې په پېنډې كښې روانې دي. د اتوار په ورځ به وړومبې مېچ د نېشنل بنك او پنجاب لوبډلو ترمېنځه كېږي. دوهم مېچ به د اېس اېس جي سي او پوليسو لوبډلو ترمېنځه كېږي. دريم مېچ به د واپډا او پورټ قاسم، څلورم مېچ به د آرمي او اېم پي سي اېل او پنځم مېچ به د نيوي او پي اېف اېف ترمېنځه كېږي.