په تېر شوا روز كښې د کرونا وائرس 2839 نوې كېسونه٬ رامخې ته شول ٬ 40 كسانو په حق رسېدل رپورټ شول ، 33 زره 302 ټېسټونه وكړے شول ٬ د اېكټيو كېسونو شمېره 48 576 ته رسېدلې ۔ اېن سي او سي

اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) د كرونا وائرس وباء پحقله تازه شمېرې جاري كړي۔ د ګل په ورځ د اېن سي او سي د کرونا وائرس وباء پحقله د جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا د 2 زره 839 رانځورانو ټېسټ مثبت راغلے او په دې مهال 40 كسان په حق رسېدلي هم دي چې پكښې 37په روغتونونو او درې په كورونو كښې د قرنطينه په مهال په حق رسېدلي ۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د کووې ډ۔19 33 زره 302 ټېسټ شوي ۔ تر اوسه ګرد هېواد كښې د کووېډ۔19 څخه 3 لكه 41 زره 423 كسان صحت مند شوي ۔ په ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې د كرونا يو رنځور هم په وينټيليټرز نشته او ګرد هېواد كښې د کووې ډ۔19 لپاره په 1757 وينټيليټرز د كرونا 300 رنځوران پراته دي٬ ګرد هېواد كښې د کووېډ۔19 دايکټيو کېسونو شمېره 48 زره 576 ده او ګرد هېواد كښې د وائرس ځپليو شمېره 3 لكه 98 زره 24 ته رسېدلې او تر اوسه د 55 لكه 8 زره 810 كسانو ټېسټ شوي۔ ګرد هېواد كښې د کووېډ۔19 درملنې لپاره مختص 614 روغتونونو كښې 2 زره 534 رنځوران داخل دي۔