پاکستان او د هند لوبډلې به په اېشين هاكي چيمپئن ټرافۍ كښې د يو بل مقابله كوي

ډھاکه 23 نومبر (اے پي پي) د اېشين هاکي چيمپئنز ټرافي شپږم اېډيشن به راتلونكي كال د مارچ 11مه نيټې څخه تر 19مې د بنګله دېشن په پايه تخت ډھاكه كښې پېل كېږي چې پكښې به شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پكښې كوربه بنګله دېش٬ پاكستان٬ جاپان، ماليزيا ،هند او سوئيلي كوريا شاملې دي۔ په چيمپئن شپ كښې به د روايتي حريف پاکستان او د هند لوبډلې د مارچ په 13مه نيټه د يو بل سره سيالي كوي۔ پاكستان به د جام په پېل كښې د مارچ په 11مه نيټه د سوئيلي كوريا په ضد مېچ كولو سره خپل كمپائن پېل كوي٬ دوېم مېچ به ماليزيا٬ درېم هند ٬ څلور جاپان او پنځم مېچ به د بنګله دېشن په ضد لوبوي