پاكستان د ټېكسټائل په څانګه كښې غوره كاركردګي ښودلې. وفاقي وزير اسد عمر

اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحات او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي پاكستان د ټېكسټائل په څانګه كښې غوره كاركردګي ښودلې. د ګل په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل څلور كاله وړاندې نړيوالې ادارې بلوم برګ د دې څانګې د بدحالې او په دې څانګه كښې د بې روزګارې خبرونه خپرول. نن بلوم برګ د دې څانګې مكمل استعداد كار په ډاګه كوي. ده ووئيل پاكستان د ټېكسټائل په څانګه كښې غوره كاركردګي ښودلې.