وزیراعظم عمران خان د اولس د صحت تحفظ ته پام لرنه كوي،اپوزیشن ګوندونه دې د يو قوم په حیثیت د وباﺀ مقابلې له ملګرتيا وكړي، د پارلماني چارو وزير مملكت علی محمد خان پی ټی وی سره خبرې

اسلام آباد 25 نومبر (اے پی پی) د پارلماني چارو وزير مملكت علی محمد خان وئيل دي وزیراعظم عمران خان د اولس د صحت تحفظ ته پام لرنه كوي، اپوزیشن ګوندونو له بلنه وركوو چې حکومت سره په ګډه د کورونا وائرس د دوئمې چپې مقابله وكړي، وزیراعظم د ورځې په بنياد د اینټی کورونا اقدامات جاج اخلي،دغسې دا د ټولو سياسي ګوندونو د لارښودو هم ذمه واري ده، دا وخت په نورو د تنقيد كولو نه دے بلکه سیاسی اختلافات هيرولو سره په ګډه د كورونا مخنيوي له د كار كولو وخت دے ۔ پی ټی وی سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل كه چا ته هم د كورونا په وجه زيان ورسيد نو د هغې ذمه وار به اپوزیشن وي ځكه چې هغوي په يو داسې وخت كښې سياسي جلسې كوي چې د هېواد حالت د جلسو لپاره سازګار نه دے، اپوزیشن دې د سنجیدګۍ څرګندونه وكړي او د وباﺀ په اړه دې د اسلام آباد هائی کورټ د احکاماتو احترام وكړي۔ علی محمد خان ووئيل اپوزیشن ګوندونه خپل سیاسی تشخص بچ كولو او ذاتی ګټې له شور كوي، د هغوي د احتجاج سره په حکومت كوم اثر نه پريوځي۔ ده ووئيل حکومت د وباﺀ خپريدو مخنيوي لپاره سختي پريكړې كوي،دا وخت دے چې اپوزیشن د قوم په حیث راوړاندې ش