هند كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره يو لكه 35 زره څخه زياته شوه

نوې ډيلې 27 نومبر (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره يو لكه 35 زره 7 سوه څخه زياته شوې دغسې د ځپليو شميره 93 لكهه 9 زره څڅه زياته ده ۔ د جمعې په ورځ د هند ميډيا له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا وائرس 44489 نوي كیسونه رپورټ شوي ۔ چارواكو ووئيل په دې مهال هېواد كښې د كورونا وائرس له امله نور 524 كسان مړه شوي ۔د كورونا وائرس رنځورانو اعتبار سره هند په دويم لمبر زيات ځپلے هېواد دے،د هېواد بيلو رياستونو كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلييو مجموعی شميره9309871 ده دغسې د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې ټول هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كیسونو شميره455602 ده ۔ سركاری شميرې له مخې هند كښې په مجموعی توګه د كورونا وائرس له امله ځپلې 8718517 كسان ښه شوي دي