نړيوال سائيكلسټ پاپا محمد اسلم واه په حق ورسېد

اسلام آباد۔30 نومبر(اے پی پی) نړيوال سائيكلسټ پاپا محمد اسلم واه په حق رسېدلے دے ۔ محمد اسلم د كال 1974 په اېشن ګېمز ایران كښې د پاكستان نمائندګي كړې وه او هغه د 4000 میټر سائیکلنګ په كم وخت كښې د چلولو ريكارډ جوړ كړے ؤ۔ ارواښاد د نصرت خان انټرنېشنل سائيكلسټ مشر ورور او د هغه كوچ هم ؤ۔ څو ورځې وړاندې هغه په خپل سائيكل روان ؤ چې ناڅاپي يو موټر سائيكل اووهلو۔ د معمولي درملنو نه وروستو هغه روغتون نه كور ته منتقل كړے شو ولې نن سهار ناڅاپي د هغه طبيعت خراب شو او په حق ورسېد۔ د هغه د جنازې مونځ به د سبا د نهې په ورځ 3 بجې واه ګارډن حسن آباد كښې ادا كېږي۔ د پاكستان سائیکلنګ فېډرېشن صدر سید اظهر علی شاہ بخاری، سېکرټری نثار احمد او د فېډرېشن نورو عهدېدارانو د هغه په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ۔ د غمرازۍ خپلو جلا جلا پېغامونو كښې هغوي دعا وكړه چې لوئي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔