نړيواله ورورولي دې د افغانستان ملاتړ روان اوساتي۔ افغان صدر اشرف غني

کابل۔24نومبر(اے پی پی) افغان صدر اشرف غنی په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې هغوي په خپلو معيشتونو كښې د كورونا وائرس منفي اغېز باوجود د افغانستان ملاتړ او مرسته روانه اوساتي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې افغان صدر دا غوښتنه په يو داسې وخت كړې كله چې افغانستان د حكومت او طالبانو ترمينځه د تشدد پېښو ٬ مخ په زياتېدونكې كرپشن او د امريكائي ځواكونو افغانستان نه وتلو نه پس صورتحال په اړه اندېښنو سره مخ دے۔ هغه د نهې په ورځ جېنوا كښې افغانستان لپاره كېدونكي ډونر كنفرنس ته خپل ورچوئل خطاب كښې ووئيل د كورونا وائرس وباﺀ مونږ ټول غېر يقيني صورتحال سره مخ كړې يؤ۔ هغه ووئيل د افغانستان په ملاتړ او مرسته كولو مونږ د ټولو هېوادونو مننه كوؤ۔ هغه غوښتنه وكړه چې د افغانستان نړيوال همكاران دې د افغانستان لا مرسته وكړي كومه چې د افغانستان سباؤن لپاره ډېره ضروري ده۔ افغانستان لپاره 2 ورځنې ورچوئل ډونر كنفرنس د ګل په ورځ جنېوا كښې پېل شوے۔ دا خبره دې ښكاره وي په كال 2016ﺀ كښې برسلز كښی شوي افغانستان ډونر کنفرنس كښې نزدې 15 اربه ډالره جمع شوې وو