مولانا فضل الرحمن اولس د رياستي ادارو په ضد ډنډا پورته كولو او د قانون خلاف ورزۍ كولو له پاروي۔ كه قانوني كارروائي مو وكړه نو بيا به د پټېدو ځائې نه مومي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز نجي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد۔29نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې د جمیعت علمائے اسلام (جے یو آئی۔ ف) او د پاکستان ډېمو کرېټک موومنټ (پی ډی ایم) مشر مولانا فضل الرحمن اولس د رياستي ادارو په ضد ډنډا پورته كولو او د قانون خلاف ورزۍ كولو له پاروي۔ كله چې څوك د رياست د عملدارۍ چېلنج كولو خبره كوي نو حكومت ټول آپشنز لري۔ كه قانوني كارروائي وكړې شوه نو بيا به د پټېدو ځائې نه مومي۔ د اپوزېشن قول او فعل كښې تضاد دے۔ مولانا فضل الرحمان ریاست سره د متصادم كېدو او شهباز شريف د مكالمې خبره كوي۔ حكومت د احتساب نه غېر هېواد په پیښو مسئلو اپوزيشن سره خبرو ته چمتو دے۔ اولس تحريك انصاف ته د بدعنوان عناصر احتساب كولو مېنډېټ وركړے دے۔ او دې نه به نه وروسته كېږو۔ اولس د اپوزيشن بيانيه رد كړې ده۔ پي ډي اېم د كرپټ خلقو ټولګې دې كومې چې كرپشن بچ كولو او ذاتي مفادو ته تحفظ وركولو له د جمهوريت شاته پټېږي۔ تحريك انصاف د اولس په ووټونو جمهوري طريقې سره اقتدار ته راغلے دے او څوك هم په غېر آئيني طريقه حكومت لرې كولې نه شي۔ هغه د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره خبرې كولې۔ وفاقي وزير ووئيل احتساب د تحریک انصاف بنيادي نعره ده او اولس د بدعنوانه عناصر احتساب كولو له مونږ ته مېنډېټ راكړے دے۔ هغه ووئيل اپوزيشن د جلسو جلوسونو حق لري مونږ هم پخوا احتجاج كړے دے ولې د كورونا د لاسه د پاكستان حالات دا وخت عام حالات نه دي۔ د پېښور جلسې نه وروسته كورونا ډېره خپره شوې ده۔ په موجوده صورتحال كښې جلسې كول سم نه دي۔ هغه ووئيل اپوزيشن لارښود اول د رياستي ادارو په ضد بيانونه وركول او دا خلق د ادارو په ضد د جنګ اعلان كوي او دا په يو رياست كښې د متوازي حكومت جوړولو مترادف دي۔ شبلي فراز ووئيل حكومت د وباﺀ خپرېدو مخنيوي له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي ولې د بده مرغه د اپوزيشن جلسې هېواد كښې د وباﺀ خپرېدو سبب ګرځي۔ په موجوده صورتحال كښې حكومت سره په ګډه بايد ددې وباﺀ مقابله شوې وې ولې دا خلق وباﺀ سنجيد نه اخلي۔ اسپيكر د قومي اسمبلۍ غونډه د كرونا حوالې سره راوبلله ولې دوئي ګډون ونكړو۔ وفاقي وزير ووئيل د حكومت ذمه واري ده چې د قانوني حكمراني په ځائې وساتي۔ مونږ د اوښكو بهوؤنكو ګاز كارولو هېڅ شوق نه لرؤ ولې امن په ځائې ساتلو له ټول ضروري ګامونه پورته كړې شوي دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د كورونا وائرس اولنۍ چپې په مهال د وزيراعظم د كاميابې حكمت عملۍ نړۍ ستائنه كړې۔ مونږ روزګار ٬ د خلقو ځانونه او معيشت بچ كړو۔ هغه ووئيل د كورونا د لاسه د نړۍ معيشتونه مخ په ښكته دي ولې د پاكستان معيشت يو وارې بيا مخ په پورته روان دے۔ اپوزيش ګوندونه كورونا خپرولو سره دا بيا ښكته كول غواړي مونږ ددې اجازه وركولې نه شؤ