مصر په مشرقي يروشلم كښې د اسرائيل آبادكارۍ د نوو منصوبو غندنه كوي۔ د مصر خارجه وزارت

قاهره 26 نومبر (اے پي پي) د مصر خارجه وزارت وئيلي دي مصر په مشرقي شخړيز يروشلم كښئ په جبل ابو غنيم كښې د نوو كليو جوړولو د اسرائيل د منصوبو په سختو ټكو غندنه كوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د مصر خارجه وزارت لخوا جاري بيان كښئ وئيلي شوي د اسرائيل لخوا د نوې آبادۍ جوړولو منصوبه د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د قراردادونو سنګينه خلاف ورزي ده او په مقبوضه فلسطينو سيمو كښې جاري د اسرائيل د دوه رياستي تصفيې د حل امكانات مجروح كوي۔ بيان كښې وئيلي شوي دا ډٶل منصوبې يو جامع او سپېځلي حل ته د رسېدو او د مذاكراتو بحالولو په لار كښې هم خنډان رامخئ ته كوي او د دې نه علاوه سيمه ايز استحكام او سلامتيا ته هم خطر رامخې ته كوي۔