لنکا پریمیئر لیګ كښې نن دوه مېچونه كېږي

اسلام آباد۔27 نومبر(اے پی پی) د سری لنکا کرکټ (اېس اېل سی) تر سېوري لاندې روان پريميئر ليګ كښې (نن) د خالي په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ سری لنکا كښې لنكا پریمیئر لیګ كښې د سختې مقابلې لړۍ روانه ده او ليګ كښې نن د خالي په ورځ به اولنے مېچ د ډمبولاوائکنګ او کېنډی ټسکرز لوبډلو ترمينځه همبنټوټا كښې كېږي۔ دويم مېچ به د كولمبو كنګز او ګال ګلېډي اېټرز لوبډلو ترمينځه همبنټوټا كښې كولے شي۔ د سري لنكا بېلو ښارونو كښې د 5 لوبډلو ترمينځھ د ټائټل ترلاسه كولو له مقابلې روانې دي كومو كښې چې کولمبو کنګز، ډمبولا وائکنګ ،ګال ګلېډی اېټرز ،جعفنا سټالینز او کېنډی ټسکرز شاملې دي۔