عمران خان یوازینے مشر دے چې د پاکستان د هرې سیمې برابر پرمختګ غواړي۔ اسد عمر

اسلام آباد ، 29 نومبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزیر اسد عمر وئيلي دي چې عمران خان یوازینے مشر دے چې د پاکستان د هرې سیمې مساوي پرمختګ غواړي ، او دا اېډیالوژي زمونږ د پرمختیايي پلان اساس دے. هغه د اتوار په ورځ په خپل ټویټ کې ووئیل چې هغه د دوه ورځو لپاره د شمالي سندھ دوره كړې۔ د سكھر ٬ ګھوټكي او لاړكانې ضلعو خلقو سره مې ليدلي او د سيمې پرمختيائي ترجيحاتو په اړه مې د هغوي رائې معلومې كړې دي۔