صوماليه كښی په آئس كريم شاپ ځانمرګې بريد٬ 7 كسان مړه ٬ 10 ژوبل

موغا دیشو۔28نومبر(اے پی پی) د صوماليه پلازمينه موغا دېشو كښې په آئس كريم شاپ د ځانمرګې بريد په نتيجه كښې 7 كسان مړه او 10 نور ژوبل شوي دي۔ د صوماليه د ابلاغ ذريعو له مخې موغادېشو انټرنیشنل ایئرپورټ ته نزدې په آئس كريم شاپ د ځانمرګې بريد په نتيجه كښې 7 كسان مړه او 10 نور ژوبل شول۔ رېسكيو ډلې د پېښې ځائې ته رسېدو سره ژوبل شوي كسان روغتون ته ورسول۔ د رپورټ له مخې تر دې دمه كومې ډلې د پېښې ذمه واري قبوله كړې نه ده۔ بلخوا پوليس رپورټ درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي