صدر ډاكټر عارف علوي تر جون 2021 د پارلیمنټ ډیجیټلائزیشن لپاره د ګامونو پورته كولو سپارښتنه

اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی) صدر ډاکټرعارف علوی تر جون2021 د پارلېمنټ ډیجیټلائزېشن لپاره د ګامونو پورته كولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي د پارليمان دواړو ايوانونو له د انفارمېشن ټېكنالوجۍ آسانۍ وركول زياتې ضروري دي۔ صدر دا خبره د شورؤ په ورځ د پارلېمنټ هاؤس د سائبر صلاحيتونو مضبوطولو په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ د آئي ټي وفاقي وزير سيد امين الحق ٬ د آئي ټي سېكرټري شعېب احمد صديقي ٬ د قومي اسمبلۍ سېكرټري طاهر حسېن او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ صدر ته د پارلېمنټ آټومېشن په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ صدر غونډې ته ووئيل غوره فېصله سازۍ٬ بهتر سېكرټرېټ او كمېټي منېجمنټ لپاره د پارلېمنټ ډیجیټلائزیشن ډېر ضروري دے۔ هغه ووئيل د پارليمان دواړو ايوانونو ته د آئي ټي آسانۍ وركول زياتې ضروري دي۔ دې سره به د پارلېمنټ كاركردګي ښه شي او په قانون سازۍ د نګرانۍ فعاله نظام جوړولوله به مرسته ترلاسه شي۔ دغسې صدر اړوندو شراكتدارانو ته تر جون 2021ﺀ د پارلېمنټ ډیجیټلائزیشن لپاره د ګامونو پورته كولو سپارښتنه وكړ