زمونږ جنګ د يو بل سره نه د كرونا وائرس سره دے ۔ د جوبائيډن د تھېنکس ګيونګ ډے په موقع وېنا

واشنګټن 26 نومبر (اے پي پي) د امريكې نوي ټاكلي جمهور ريئس جوبائيډن وئيلي دي زمونږ جنګ د يو بل سره نه د كرونا وائرس سره دے او كرونا له ماتې وركولو لپاره مونږ له يو موټې كېدو ته اړتيا ده۔ د برتانيې خبري اژانس له مخې جوبائيډن تېره ورځ د تھېنکس ګيونګ ډے په موقع امريكائي وګړو ته خپله وېنا كښې ووئيل ھغوي دې د وائرس د كېسونو د زياتوالي او د خطر په سبب خپل تعطيل مختصر او په محدود كچه ولمانځي او زيات كسان دې راغونډ نه كړے شي ٬ يو بل سره اختلاف او تفريق ختم كړې ځكه چې دا ژمې د كرونا وائرس په سبب زيات سخت او اوږد دے او هم دا سبب دے چې زه هم تهېنكس ګېونګ ډے يوازې خپل ټبر او نزدې خپلوانو سره لمانځلو له روان يم۔ ده ووئيل زه په دې خبره باور لرم چې ستاسو صدر عمرله تاسو ته رښتيا اووائي، مونږ له به د كرونا وائرس خپرېدو اضافه كمول وي او په دې لړ كښې دې زمونږ ډاكټران، نرسيں، د فرنټ لائن ورکرز او زمونږ وګړي خپل بشپړ كردار ولوبوي ځكه چې د كرونا په سبب مونږ دړد٬ په كاروبار كښې زيان او د بشري ضياع غوندې مسئلو سره مخ يو۔ده ووئېل کرونا وائرس مونږ او زمونږ سوچ تقسيم كړے او د يو بل ئې خلاف كړې يو خو مونږ له دا خبره ياد ساتل پكار ده چې مونږ د يو بل په ضد نه بلكې د كرونا په ضد يو او دې لپاره به مونږ له يو موټې كېدل وي او د كرونا په ضد به هڅې كول وي۔