د پاکستان کرکټ لوبډله نيوزي لېنډ ته ورسېده

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د پاكستان د كركټ قامي لوبډله د نيوزي لېنډ دورې په مهال آكلېنډ څخه كرائسټ چرچ ته رسېدلې چرته چې به اسکواډ په هلټن هوټل كښې 14 ورځې په آئسولېشن كښې تېروي او د دوي وړومبنے كووېډ-19 ټېسټ به په 25م نومبر كېږي او د ټسېټ مثبت راتللو نه پس به قامي سكواډ ته په بائيو سېكورټي ماحول كښې د ټرېننګ اجازه وي۔ د ځائي حكومت په امر به د 14 ورځو په آئسولېشن كښې د قامي سكواډ په مجموعي توګه درې ټېسټونه كېږي