د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن جنرل كونسل غونډه د نومبر په 14 مه نېټه كېږي

اسلام آباد۔10 نومبر(اے پی پی) د پاکستان سائیکلنګ فېډرېشن(پی سی اېف) جنرل کونسل غونډه د نومبره په 14 مه نېټه كېږي۔ په كراچۍ كښې د كېدونكې غونډې مشري به د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن صدر سيد اظهر علي شاه كوي۔ دغونډې په مهال به د پي سي اېف د تېرې جنرل باډي غونډې منټس منظوري وركولې شي۔ د آډټ سټېټمنټ منظوري هم د غونډې په ايجنډا كښې شامل ده۔ دې سره سره د پاکستان سائیکلنګ فېډرېشن آئین كښې د بدلون جاج اخستلو په شمول د پاکستان آرمی او واپډا سائیکلنګ لوبډلو چارو جاج اخستل او كال 21-2020 لپاره د سائیکلنګ لائسنس تجدید چارې هم د ايجنډې برخه دي