د پاكستان او تنزانيه دوه اړخيزه تجارت د لا زياتېدو ګنجائش لري۔ عبدالرزاق داود

اسلام آباد۔30 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد وئيلي دي افريقائي هېوادونو سره تجارتي رابطې لا زياتېدې شي او په دې لړ كښې د پاكستان او تنزانيه دوه اړخيزه تجارتي حجم د لا زياتولو پراخا ګنجائش لري۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې هغه ووئيل د پاکستان د “لک افریقه پالیسی اقدامات” ترسېوري لاندې د تجارت وزارت دوه اړخيزه تجارتي رابطو ته وده وركولو له د تنزانیه چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری له باور وركوي چې په دې لړ كښې به وزارت بشپړه مرسته كوي۔ هغه ووئيل د تنزانيه چېمبر آف كامرس صدر هركلے كول زما لپاره د درناوي خبره ده او د تجارت وزارت د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ ودې له د تنزانيه چېمبر آف كامرس كردار ستائنه كوي۔