د وزيراعظم عمران خان د آئي اېس آئي هېډ كوارټرز دوره

APP34-291120 ISLAMABAD: November 29 - Prime Minister Imran Khan visiting headquarters of Inter Services Intelligence. APP

اسلام آباد ، 29 نومبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر ، د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا ، د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه ٬ د هوائي ځواك ائير چيف مارشل مجاهد انور خان ٬ د سمندري پوځ مشر اېډمرل محمد امجد خان نیازی او چیف آف جنرل سټاف لېفټېننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د آئی اېس آئی هېډ كوارټر دوره وكړه۔ د آئي اېس آئي ډي جي لېفټېننټ جنرل فېض حمید په ډائرېکټورېټ جنرل آئی ایس آئی كښې دوئي ته هركلې ووې۔ په دې موقعه غونډه كښې اعلی قومي او عسكري مشرتابه د سيمه ايز او هېواد صورتحال په اړه خبر كړې شوه۔ وزیراعظم قومی سلامتيا ته د پېښو چېنلجونو په ضد د آئي اېس آئي د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه