د مذهبي شعائرو سپكاوې دې جرم وګرځولے شي۔ او آئي سي

مکه ۔28 نومبر(اے پی پی) اسلامی تعاون تنظیم ’او آئی سی‘ ملګرو ملتونو نه غوښتنه كړې ده چې د مذهبي شعائرو/علامتونو سپكاوې دې جرم وګرځولے شي۔ ملګري ملتونه دې د مذهبي شعائرو/ علامتونو په سپكاوي بندېز لګولو له نافذ كېدونكے قرارداد جاري كړي۔ د سعودي عربستان خبري اژانس له مخې د او آئي سي سېكرټري جنرل ډاكټر يوسف العثېمين د مسلمانانو خارجه وزيرانو 47 م سېشن ته خطاب كښې ووئيل چې او آئی سی د مذهبی علامتونو سپكاوې رد كوي او د اسلام ترهګرۍ سره د تړلو يو وارې بيا مخالفت كوي۔ العثېمین ووئيل چې د رائۍ څرګندونې آزادۍ مطلب د نړۍ قامونو ترمينځھ تفرقه پېدا كول نه دي۔