د كروشيا د وزيراعظم آندرج پلينكوچ كورودانې كورونا وائرس ټېسټ مثبت راغلو

زغرب ۔29نومبر(اے پی پی) د كروشيا د وزيراعظم آندرج پلينكوچ كورودانې د كورونا وائرس ټېسټ په مثبت راتلو خپل ځان 10 ورځو لپاره قرنطينه كړې دې۔ د چينائي ابلاغ ذريعو له مخې د کروشیا وزیراعظم آندرج پلینکوچ میډیا ته ووئيل چې د نرۍ تبې نه وروستو د هغه د كورودانې انا ماسالک پلینکوچ کورونا وائرس ټېسټ مثبت راغلو۔ هغه ووئيل چې د هغه كورودانې به د لس ورځو لپاره كور نه كار كوي۔ د كروشيا د صحت وزارت چارواكو وئيلي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نوې 3987 كېسونه رامخې ته شول چې ورسره د ځپليو مجموعي شمېره 120000 نه زياته شوې ده۔ دغسې د نورو 55 كسانو مړ كېدو سره ګرد هېواد كښی د مړو مجموعي شمېره 1655 ته رسېدلې ده۔ كروشيا كښې د كورونا وائرس اولنے كېس د روان كال فرورۍ مياشت كښې په 25 مه نېټه رامخې ته شوې وو