د سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو د اسرائیل په اړه د وزیر اعظم عمران خان د دریځ ملاتړ وکړو

کراچی۔29نومبر(اے پی پی) د بېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو او د ژوند بېلو څانګو سره تړون لرونكو مهمو شخصياتو د اسرائيل نه تسليمولو په اړه د وزیر اعظم عمران خان د دریځ ملاتړ کړے دے۔ د اتوار په ورځ اداره نور حق كښې د فلسطين فاؤنډېشن پاكستان تر اهتمام لاندې ”فلسطین یکجهتی کانفرنس” ته خپلو خطابونو كښې د بېلو سياسي او مذهبي ګوندونو مشرانو ووئيل اسرائيل تسليموونكي اسلامي هېوادونه بايد خپلې پالېسۍ ته يو وارې بيا وګوري۔ د كنفرنس مشري د جماعت اسلامي كراچۍ امير حافظ نعيم الرحمن كوله۔ هغه ووئيل د فلسطين مسئله يوازې مذهبي نه بلكې د انسانيت هم ده۔ اسرائيل په هېڅ قيمت تسليمېدې نه شي۔ هغه ووئيل د فلسطين په اړه د پاكستان دريځ نظرياتي دے۔ هغه ووئيل ټولو اسلامي هېوادونو له به د اسرائيل په ضد يو موټې كېدل وي۔ كنفرنس ته د پيپلز ګوند مشر لارښود تاج حېدر خپل خطاب كښې ووئيل د اسرائيل په حق كښې غږ پورته كوؤنكي په فلسطينيانو د اسرائيل د ظلمونو جواز وړاندې كوي۔ هغه ميډيا ته اپيل وكړو چې هغه دې د اسلامي هېوادونو يو والي له بشپړه كردار ترسره كړي۔ كنفرنس ته د اے اېن پي او د پي ټي آئي لارښودو په شمول شاہ نواز فاروقی ، را ؤ کا مران ، مطلوب اعوان ، سید شبر رضا ، عمر صادق ، اظہر همدانی او نورو هم خطاب وكړو