د سوډان پخوانے وزیراعظم صادق المهدی د كورونا وائرس له امله پخ حق ورسېد

خرطوم 26 نومبر (اے پی پی) د سوډان پخوانے وزیراعظم صادق المهدی د كورونا وائرس له امله په حق رسېدلے ۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې پخوانے وزیراعظم صادق المهدی درې اوونۍ وړاندې د كورونا وائرس سره مخ شوے ؤ چې له امله ئې په روغتون كښې بستر ؤ او دې نه پس هغه درملنې لپاره متحده عرب امارات ته منتقل كړے شوے ؤ چرته چې هغه د زيارت په ورځ په حق رسېدلے،د هغه عمر 84 كاله ؤ۔په دې اړه د هغه سیاسی ګوند نېشنل امه ګوند څخه جاري د غمرازۍ بیان كښې وئيلي شوي مونږ د صادق المهدی په مړينه د سوډان اولس سره غمرازي كوو۔ صادق المهدی په وړومبي ځل 1966 او بيا 1986 كښې د سوډان وزیراعظم پاتې ؤ۔