د سوريې په جبل مانع سيمه د اسرائيل تازه فضائي بريدونه

دمشق 25 نومبر (اے پي پي) د سوريې په جبل مانع سيمه اسرائيل تازه فضائي بريدونه كړي. د سوريې ځائي مېډيا له مخې د اسرائيل جنګي الوتكو د شورو په شپه په سوئيلي قنيطرا سيمه كښې فضائي بريدونه كړي. د سوريې خبري اژانس سانا اطلاع وركړې چې اسرائيلي ځواكونو د قنيطرا په جبل المانع فضائي بريدونه كړي. د سوريې سركاري ټي وي وېډيو كلپ جاري كړے چې پكښې د اسرائيل د بمبارې په مهال ځوابي ډزې ښودلې شوي. د العربيه ټي وي له مخې اسرائيل په شمالي پوله ګڼ شمېر آئرن ډوم بېټرې په ځائ كړي او دا د سوريې څخه د كومې پوځي كارروائې امكان څرګندوي. د اسرائيل پوځ د دې څخه وړاندې اعلان كړے ؤ چې د اسرائيل جنګي الوتكو په سوريه كښې اېران سره تعلق لرونكي اهداف په نخښه كړي.