د توان او پټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان د اوبو او برېښنا او د دفاع پخواني وفاقي وزير چوهدري احمد مختار په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د توان او پټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان د اوبو او برېښنا او د دفاع پخواني وفاقي وزير چوهدري احمد مختار په مړينه خواشيني ښودلې ده . د شورو په ورځ د غمرازې په خپل پېغام كښې ده ووئيل هغه د احمد مختار صاحب په مړينه ډېر غم جن شوے. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي