د بلاول د بابا ګرو نانك دېوجي زېزېدنې ورځې په موقعه سكه ورورولۍ ته مباركي

اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د بابا ګرو نانك دېوجي د 551 مې زېږدنې ورځې په موقعه د ګردې نړۍ سكھ ورورولۍ ته مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ خپل پېغام كښې هغه ووئيل چې بابا ګرو نانك د بشري مساواتو ٬ ورورولۍ او يو موټې ټولنې ته د ودې وركولو تعليمات وركړل۔ هغه ووئيل پاكستان انتهائي مقدس او مذهبي ځايونه لري۔ هغه ووئيل د پاكستان په آئين كښې د سكھ ورورولۍ په شمول ټولو وګړو ته يو برابر حقونه ترلاسه دي