د بابا ګورو نانك د 551 مې زېږېدنې ورځې مركزي دستوره نن جنم استهان ننكانه صاحب كښې كېږي

لاهور۔29نومبر(اے پی پی) د بابا ګورو نانک د 551 مې زېږېدنې ورځې دستورې روانې دي۔ د هند په شمول ګردې نړۍ نه راغلې سكھ ياتريانو مذهبي رسمونه ادا كړل۔ سکھ یاتریانو د زیږېدنې ورځې حوالې سره په غوره انتظامو كولو د متروكه وقف املاك بورډ ډاكټر عامر احمد او د هغه د ډلې ستائنه وكړه۔ د بورډ وياند عامر هاشمي له مخې د بورډ چيئرمېن په هدايت سكھ ياتريانو ته د ټرانسپورټ په شمول نورې آسانۍ هم وركولې شي او حكومتي اېس او پيز عملي كولې شي۔ هغه ووئيل نن به ننكانه صاحب كښې د ګورونا نانك 551 مې زېږېدنې ورځې حوالې سره دستوره كېږي كومه كښې به چې د مذهبي چارو وفاقي وزير پیر نور الحق قا دری ، داخله وزير اعجاز شاه ٬ د پاکستان سکھ ګوردوارب ِ بندھک کمېټۍ غړي او نور سياسي او اقليتي لارښود ګډون كوي