د امريکې کمپني يو پي اېس د كرونا وائرس واکسين وړلو راوړلو لپاره د وچې واورې جوړولو اعلان وكړو

واشنګټن 25 نومبر (اے پي پي)د امريکي يو پي اېس كمپنۍ وئيلي دي كمپني به د كرونا وائرس واكسين وړلو راوړلو لپاره په امريكا كښې وچه واوره جوړٶي او دې مقصد لپاره د زيات يح درجه حرارت فريزر جوړولے شي۔ د امريکې ميډيا له مخې د امريكې حكومت د آپريشن وارپ سپيډ له مخې هنګامي استعمال لپاره په وړٶمبۍ اوونۍ كښې د فائزر، بائيو ټېك 6.4 مېليونه خوراک د وېشلو اراده لري ۔ د كورونا وائرس واكسين په منفي 70 ډګري سنټي ګرېډ كښې د محفوظولو ضرورت دے او كمپنۍ د دې واكسين تر 15 ورځو يخ ساتلو لپاره د وچې واورې خاص كنټېرز جوړ كړي او د نور واكسين په رسد كښې هم د وچې واورې ضرورت پېښېدے شي۔ د يو پي ايس كمپنۍ خپل يو بيان كښې وئيلي دي كمپنۍ خپل سهولت لپاره داسې سامان جوړ كړے كوم چې د دې واكسين لپاره د شپنګ په وخت كښې په يو ساعت كښې 200 پاٶنډ وچه واوره جوړولې شي او د دې واكسين په 24 ساعتو كښې په امريكا او كاناډا روغتونونو كښې وېش به باوري كولے شي۔