حكومت د اولسي غونډو څخه يريږي او نه ئې پرواه كوي۔ يوازې فكر د اولس دے۔ د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل ټويټ

اسلام آباد۔30نومبر (اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي حكومت د اولسي غونډو څخه يريږي او نه ئې كومه پرواه كوي۔ كه فكر دے نو يوازې د اولس فكر دے۔ د اېن آر او په لټون راوتلي ناټكونه كوي۔ د ګل په ورځ يو ټويټ كښې هغه ووئيل حكومت د جلسو نه يريږي او نه ئې كومه پرواه كوي۔ كه فكر دے نو يوازې د اولس دے۔ د هر وګړي د ژوند تحفظ د پاكستان آئين وركوي۔ د اېن آر په لټون راوتلي ناټكونه كوي۔ده ووئېل اوس به كوم چال سودمند نه وي۔ چاته به د قانون په لاسو كښې د اخستو اجازه نه وي۔ مريم نواز او بلاول بھټو خپل پلاران د كرپشن او مني لانډرنګ كېسونو نه بچ كولو له حكومت مخالف تحريك چلوي