اټاليا كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 15 لكهه څخه زياته شوه

روم 27 نومبر (اے پی پی)اټاليا كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله 15 لكهه څخه زيات كسان ځپلې شوي او تر اوسه 53 زره كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ ځائې ميډيا له مخې د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل د تيرو 24 ساعتو په مهال اټاليا كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعی شميره 15 لكهه 9 زره ته رسيدلې،په دې مهال هېواد كښې د كورونا 29 زره څخه زيات نوي كیسونه رپورټ شوي، د دې وائرس له امله د مړو مجموعی شميره 53 زره ته رسيدلې۔چارواكو له مخې هېواد كښې د كورونا فعاله كیسونو شميره 795845 ده۔