انډونيشيا كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 6 زره 267 نوې كېسونه رپورټ شول

جکارته ۔29 نومبر (اے پی پی) انډونيشيا كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 6 زره 267 نوې كېسونه رپورټ شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 5لکھ 34 زره 266 ته رسېدلې ده۔ د چينائي خبري اژانس له مخې د صحت وزارت وئيلي دي چې د كورونا وائرس ښكار نور 169 كسانو د ژوند نه لاس وينځلے دے چې ورسره ګرد هېواد كښې د مړو شمېره 16 زره 815 شوې دې۔ بلخوا دې رنځ څخه تر دې دمه په مجموعي توګه 4 لکھ 45 زره 793 كسان ښه شوي دي۔ د روغتيا وزارت له مخې دا وائرس تر 34 رسېدلې دې