انډونيشيا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 527,999 ته ورسېده

جکارته ۔ 28 نومبر(اے پی پی) انډونیشیا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائر نوې 5,418 کېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا ځپليو مجموعي شمېره 527,999 نه زياته شوې ده۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د انډونيشيا د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې ګرد هېواد كښې د كورنا د لاسه د نورو 125 كسانو مړ كېدو سره د مړو مجموعي شمېره 16,646 ته رسېدلې ده۔ بلخوا د كورونا وائرس وباﺀ نه تر دې دمه په مجموعي توګه 441,983 كسان ښه شوي هم دي۔ د وزارت چارواكو وېنا ده چې كورنا وائرې وباﺀ د هېواد په 34 صوبو كښې خپره شوې ده۔