امریکا كښې د کورونا وائرس له امله 2 لكهه 66 زره كسان مړه شول

واشنګټن 25 نومبر (اے پی پی) امریکا كښې د کورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپليو كسانو شميره يو کروړ 30 لكهه ته رسيدلې ٬ دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه 2 لكهه 66 زره كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د امریکې ميډيا له مخې هېواد كښې د کورونا وائرس رنځورانو شميره 13001237 ته رسيدلې۔ د امریکې د روغتيا محکمې له مخې هېواد كښې د کورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 5052432 ده دغسې د وائرس له امله تر اوسه 2 لكهه 66 زره كسان مړه شوي۔ امریکا كښې د کورونا وائرس کیسونو شميره پرله پسې زياتيږي۔ چارواكو له مخې هېواد كښې تر اوسه د کورونا وائرس له امله ځپلي شوي 7636684 كسان ښه شوي۔ دا خبره دې ياده وي ټوله نړۍ كښې امریکا د کورونا وائرس وباﺀ نه زيات ځپلے هېواد دے۔ امریکا كښې د کورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعی توګه د د مرګونو شميره تر ټولو زياته ده۔ ټوله نړۍ كښې د کورونا وائرس له امله د مړو شميره 14 لكهه څخه زياته شوه ۔دغسې امریکا كښې د دې وائرس له امله تر اوسه دوه لكهه 66 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي