امریكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره يو كروړ 32 لكهه ته ورسيده، 2 لكهه 69 زره څخه زيات كسان مړه شول

واشنګټن 27 نومبر (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپليو كسانو شميره يو كروړ 32 لكهه 48 زره ته رسيدلې ٬ دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه 2 لكهه 69 زره څخه زياته كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره13248676 ته رسيدلې۔ د امریكې روغتيا محكمې مطابق هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره5132249 ده دغسې د دې وائرس له امله تر اوسه 269555 كسان مړه شوي۔ امریكا كښې د كورونا وائرس كیسونو شميره پرله پسې زياتيږي۔ چارواكو وئېلې دي تر اوسه د كورونا وائرس له امله ځپلي شوي 7846972 كسان ښه شوي۔ دا خبره دې ياده وي ټوله نړۍ كښې امریكا د كورونا وائرس وباﺀ له امله تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه د مجموعی مړو شميره د نړۍ د هر هېواد څخه زياته ده۔نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شوو ټوله شميره دا وخت 14 لكهه 37 زره نه زياته شوې